ایکنا نیوز د فرهنګ او اسلامی ارشاد د ادارې له عمومی ادارې له قوله راپور راکړ، د ایران د اسلامی جمهوریت د کلتوري سلایارۍ په همت او د قدس رضوي د آستان په ملګرتیا سره ، د دوحې د کتاب په نړیوال نندارتون کې د ؛مصحف مشهد رضوي ؛ په نامې سره په حجازي خط سره د قرآن کریم نسخې مخ کتنه وشوه او معرفي شو.
په دغو دستورو کې په قطر کې د ایران دس فیر علی صالح آبادي ، د هیوادونو دیوشمیر وزیرانو ، سیاسی استازو، ډيپلوماټانو، پوهنتونوالو، او کلتوري فعالانو په شتون سره ترسره شوې، د خطي نسخې څيړاند او د قرآني چارو څيړاند مرتضی کریمی نیا د قرآن کریم دغه ارزښتمنه نسخه معرفي کړه.
له دې وروسته د یو زر څلور سوه کاله مخینې سره د لومړۍ قمری هجري پيړۍ څخه په حجازی خط د قرآن کریم د لاسلیک شوي ترټولو بشپړټولګې په توګه دقدس رضوي آستان له خوا لیږل شوي نسخه په دغه نندارتون کې عمومي نندار ې ته وړاندې شوه.